د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداري ناسته ترسره شوه
د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره شوه.
په دې غونډه کې ګډونوالو د اداري او ښوونیزو چارو د ښهوالي پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله وکړه او د ښوونیزو مرکزونو د هر اړخیزې څارنې پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ، ترڅو د اداري او تدریسي فعالیتونو کیفیت لا لوړ شي.
همدارنګه د قرغې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټرساینس او برېښنا د نوو رامنځته شویو څانګو لپاره د تعلیمي نصاب او درسي موادو چمتو کول، د استادانو د ارزونې بهیر چټکول او د سړو سیمو زدهکوونکو ته د بدل اعاشې وېش، د دې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وې چې په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.
