د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
TVETA

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري.

په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وایي چې تر دې دمه یې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې سلګونه مېوه‌لرونکي او نه مېوه‌لرونکي نیالګي کېنولي دي.

د هېواد ښاریان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د نیالګیو کېنولو له دې پروګرام څخه مننه کوي او وایي چې په تعلیمي مرکزونو کې د شنو ساحو رامنځته کول ډېر مهم دي.

په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو زده‌کوونکي هم وایي چې دوی په دې پروګرام کې برخه اخلي او زیاتوي چې د نیالګیو کېنولو له کمپاین سره به په پوره توان همکاري وکړي.

دا پروګرام په داسې حال کې دوام لري چې تېر کال هم د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه نیالګي کېنول شوي وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS