د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو د تطبیق څرنګوالی

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۳۶

عملي زده کړې له زده کوونکو سره مرسته کوي ترڅو هغوی وکولای شي د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د کونړ ولایت نورګل کثیرالرشتوي لیسې د کرنې څانګې محصلینو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د نباتاتو د وراثت په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

په دې درسي جلسه کې لارښود استاد نوموړو ته د ګرده افشاني او د هغې د ډولونو په اړه هم په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه هم ورکړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده. له همدې امله د یادو مرکزونو زده کوونکي له فراغت وروسته په بازار کې دندې ترلاسه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS