د خوست ولایت تخنیکي انسټیټیوټ د محصلینو لخوا د عملي زده کړو دوام

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۲:۲

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په خپلو  ښوونیزو مرکزونو کې د عملي زده کړو په وړاندې کولو سره، د ځوانانو د پیاوړتیا او د کار بازار ته د ننوتلو لپاره د هغوی د چمتو کیدو په موخه یو مهم ګام پورته کړی دی.

د عملي زده کړو اهمیت ته په پام سره، د خوست تخنیکي انسټیټوټ محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي روزنو په چوکاټ کې د شبکې او د هغې د فیډمنت په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه.

همداراز لارښود استاد محصلینو ته د فیډمنت، شبکې او د شبکو ترمنځ د اړیکو په اړه هر اړخیز توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې پر عملي او مهارت‌محوره زده کړو بنسټیز تمرکز کېږي تر څو فارغان وتوانېږي په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي او د هیواد په اقتصادي وده کې اغیزمن رول ولوبوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي بادغیس ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د خپل سفر په ترڅ کې بادغیس ولایت ته لاړ. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال سره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د کرنې او وترنرۍ په انسټیټیوټ کې د نیالګیو کېنولو او باغ ډیزاین کولو په اړه روزنه

د لغمان ولایت مرکز کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ زده کوونکو ته د عملي زده‌کړو په چوکاټ کې د نیالګیو کېنولو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه. په ورته مهال کې، لارښود استاد زده کوونکو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۰
Background image

د ځانګړو زده کړو ملي خبرو اترو، کنفرانس دوهمه ورځ په انټرکانټینینټال کې دوام لري

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د یو شمېر نړیوالو بنسټونو په ګډون د ځانګړو زده کړو ملي خبرو اترو، کنفرانس دوهمه ورځ نن د کابل ښار په انټرکانټینینټال هوټل کې، دوام لري. د تخنیکي. . .

BACK TO NEWS