د میدان وردګو ولایت جلریز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده کونکو لخوا د کاربن استحصال

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۰:۴۱

د میدان وردګو ولایت جلریز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د لسم ټولګي زده کونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د عملي فعالیتونو په ترسره کولو سره د کاربن د استحصالولو طریقه په عملي بڼه زده کړه.

نوموړو په دې درسي جلسې کې د کیمیاوي تعاملاتو او لابراتواري موادو په کارولو سره د کاربن د استحصالولو په اړه په عملي شکل روزنه ترلاسه کړه.

عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي چې هغوی له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب شي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه په دوامداره توګه هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ نوره هم پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

BACK TO NEWS