د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټیټوټ محصلینو د قوشتپې کانال څخه لیدنه وکړه
علمي سفرونه د نظري زده کړو او د کاري چاپیریال د واقعیتونو نښلولو له خورا اغیزمنو لارو څخه ګنل کېږي. په ښوونیزو چاپیریالونو، په ځانګړي توګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې، عملي زده کړې د محصلینو د مهارتونو په لوړولو او د کار بازار لپاره د هغوی په چمتو کولو کې کلیدي رول لوبوي.
په همدې اساس، د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټیټوټ محصلینو په یاد ولایت کې د قوشتپې کانال ته د یو علمی سفر په ترڅ کې د یادې پروژې د تطبیق کیدو مراحلو په اړه روزنه ترلاسه کړه.
لارښود استاد د دې علمي سفر په ترڅ کې، محصلینو ته د کانال مسیر، د استفادې وړ موادو د ډولونو او په یادې پروژه کې د موجوده تخنیکي وسایلو او تجهیزاتو په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې هم ځوابونه ورکړل.
د عملي روزنو زده کړه محصلینو سره مرسته کوي چې هغوی مطالب په ژوره توګه او علمي مفاهیم په ډیر کاربردي او عملي ډول درک کړي.
له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ پیاوړې کړي.