د خوست ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ محصلینو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۷:۴۷

په خوست ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین وایي چې یاد ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ادارې او سوداګرۍ او د ادارې او مدیریت څانګو محصلینو لپاره یې یو ورځنی روزنیز سیمینار په لاره اچولی دی.

د مسؤلینو په وینا، دا سیمینار په اداري چارو کې د محصلینو د ظرفیت لوړولو او په بریالي توګه د کار بازار ته د هغوی د ننوتلو په موخه ترسره شوی.

د یادونې وړ ده چې د دې روزنیز پروګرام ګډونوالو ته د بیلابیلو اداري موضوعاتو لکه مالي او تدارکاتي چارو په اړه د یاد ښوونیز مرکز د پیاوړو استادانو لخوا روزنه ورکړل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو ریاستونو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د غونډې په پیل کې د اکاډمیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۲۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د اوسپنې ویلې کولو فابریکو اتحادیې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست او د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د اتحادیې مسؤلینو په یوه ناسته کې سره ولیدل او نظرونه شریک کړل. د دې ناستې موخه د دواړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

BACK TO NEWS