د کاپيسا ولایت معاون انجینري انسټيټوټ محصلینو د ګلبهار سب اسټيشن څخه ليدنه وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۸:۳۶
TVETA

د کاپيسا ولایت «معاون انجینري» انسټيټوټ د بريښنا څانګې محصلينو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د ګلبهار سب اسټيشن له بېلابېلو برخو څخه د یو علمي سفر په ترڅ کې ليدنه وکړه.

نوموړو د ګلبهار سب اسټیشن د کاهشي ترانسفارمرونو، بریکرونو او ولټاژ په اړه عملي زده کړې ترلاسه کړې.

په همدې حال کې د برق څانګې استاد په دغه علمي سفر کې د محصلینو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې له خوا د «مهارت او مسلک» تر عنوان لاندې یو ورځنی کنفرانس پای ته ورسېد

د «مهارت او مسلک» له سرلیک لاندې یو ورځنی کنفرانس چې د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې د پلان او ستراتېژیکې همغږۍ ریاست له‌ خوا جوړ شوی ؤ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد. پهٔ غهٔ کنفرانس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لخوا د نهادونو او خصوصي سکتور ستاینه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه ناسته کې، د هېواد یو شمېر نهادونو او خصوصي سکتور مسؤلین د ځانګړو زده‌کړو د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ له امله، وستایل او تقدیر کړل. په دې غونډه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۶:۵۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې او خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ کنفرانس جوړ شو

د هېواد د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې له خصوصي سکتور سره د همغږۍ او همکاریو د پیاوړتیا په موخه، د دوو ورځو لپاره د همغږۍ تر عنوان لاندې کنفرانس جوړ کړ. د دغه کنفرانس موخه دا ده چې د. . .

BACK TO NEWS