د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه یو پلاوي د شمال ـ ختیځ زون ولایتونو ته سفر وکړ

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۳۹
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه یو پلاوي د نويو ښوونیزو څانګو د رامنځته کولو په موخه شمال ختیځو ولایتونو ته سفر وکړ.

نوموړو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه د لیدنې سربیره، له یو شمیر سیمه‌ییزو مسؤلینو سره هم وکتل.

دغه‌راز د تخار ولایت مرستیال والي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له پلاوي سره د لیدنې په ترڅ کې د دې ادارې د لاسته راوړنو او پروګرامونو څخه ستاینه وکړه.

همدارنګه د تخار مرستیال والي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د هر اړخیزو همکاریو ډاډ هم ورکړ.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ هڅه کوي ترڅو د کار بازار اړتیاو سره سم د نويو څانګو په جوړولو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغانو ته د کار زمینه رامینځته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

BACK TO NEWS