د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۹:۴۷

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي شیخ عنایت الرحمن په وینا او د یادې ادارې د کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.

ښاغلي شیخ عنایت الرحمن په دې ښوونیزې غونډه کې د اسلام ستر پیغمبر«ص» د سیرت په اړه بحث او توضیحات یې وړاندې کړل.

نوموړي وويل چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم د انسانيت، اخلاقو او رحمت يوه بشپړه بېلګه وه. شیخ عبدالرحمن دا هم زياته کړه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ژوند او سیرت په ټولو برخو کې د مسلمانانو لپاره يو بشپړ الګو او لارښود دی.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه په اونۍ کې یو ځل د دعوت اوارشاد ریاست له خوا جوړیږي، چې په یادې غونډه کې پر مهمو موضوعاتو بحث کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۸
Background image

د خوست ولایت تخنیکي انسټيټوټ د محصلینو لپاره ښوونیز سیمینار ترسره شو

په خوست ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسولین وایي چې د یاد ولایت تخنیکي انسټيټوټ د محصلینو لپاره یې یو شمیر ښوونیز سیمینارونه په لاره اچولي دي. د مسؤلینو په وینا، دا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګو ولایت چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ لخوا د سیرت النبی ﷺ د ازموینې پایلې اعلان شوې

په میدان وردګ ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې د سیرت النبي ﷺ آزموینه چې د یاد آمریت اړوند چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ له خوا په لاره اچول شوې وه، نن ورځ یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۲:۲۵
Background image

د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د عملي زده‌کړو بهیر

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د یادې ادارې په ښوونیزو مرکزونو کې عملي زده کړې په لاره اچوي ترڅو له دې لارې د ځوانانو د پیاوړتیا او د کار بازار ته د هغوی د ننوتلو زمینه برابره کړي. د. . .

BACK TO NEWS