د تور الماس په نندارتون کې د پکتیا تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې شوې

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۰:۵۴
TVETA

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو د یاد ولایت د تور الماس په درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ.

په دې نندارتون کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده‌کړیالانو او زده کونکو کرنیز محصولات، نوښتونه او ابتکارات، او همدارنګه د نوموړو په لاس جوړ شوي یو شمیر هنري اثار په جلا غرفو کې نندارې ته وړاندې شول.

د مسؤلینو په وینا، دا نندارتون د پکتیا ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست لخوا د کورنیو تولیدونکو د ملاتړ او د داخلي محصولاتو کارولو ته د خلکو هڅولو په موخه تنظیم شوی و.

د یادونې وړ ده چې په دې نندارتون کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت اړوند نندارې ته وړاندې شوي هنري اثارو او یو شمیر نور محصولاتو څخه د ګډونوالو لخوا تود هرکلی وشو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS