په بدخشان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او آغا خان بنسټ ترمنځ ناسته ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۹:۴۸

د بدخشان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو په یاد ولایت کې د آغا خان بنسټ له استازو سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

په دې ناسته کې په بیلابیلو موضوعاتو لکه په بدخشان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ستونزو او ننګونو د حل کولو پر څرنګوالي بحث وشو.

د دې غونډې په دوام کې، په بدخشان کې د آغا خان بنسټ استازو، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ له فعالیتونو څخه قدرداني وکړه، او همدارنګه د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او پراخولو ډاډ یې هم ورکړ.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې په بدخشان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو تر دې وړاندې هم له یو شمیر بنسټونو سره ناستې ترسره کړي او په مختلفو موضوعاتو یې بحث کړی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۳:۳۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د سیرت النبي ﷺ سیالۍ ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د اسلام ستر پیغمبر ﷺ د ژوندانه او سیرت څخه د یادې ادارې د کارمندانو او محصلینو د پوهاوي کچې د لوړولو په موخه د سیرت النبیﷺ سیالي ترسره شوه. دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۹:۲۳
Background image

د پروان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو

د پروان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د کارمندانو او استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو. په دې پروګرام کې د یاد ښوونیز مرکز یوشمیر کارمندانو او استادانو ګډون کړی، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو لپاره د انګلیسي ژبې زدکړییز پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست مسؤلینو وايي چې د دې ادارې د یوشمیر کارمندانو لپاره یې د انګلیسي ژبې«Oxford EAP» ښوونیز پروګرام پیل کړی. د کارکوونکو چارو ریاست. . .

BACK TO NEWS