د لغمان ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغانو ته د لوړو زده کړو زمینې برابرول!

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۱:۲۲
TVETA

په لغمان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو د تابش خصوصي پوهنتون سره د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ، چې موخه یې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغانو لپاره د غوره تحصیلي فرصتونو برابرول دي.

د دې هوکړه‌لیک پر بنسټ، د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان کولی شي په ځانګړي تخفیف سره د خپلو زده کړو د دوام لپاره، تابش پوهنتون کې شامل شي.

په ورته وخت کې، د محصلینو د عملي زده کړو لپاره زمینه برابرول او د دواړو ښوونیزو بنسټونو د کارمندانو او استادانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د ګډو ورکشاپونو جوړول د دې هوکړه لیک له موادو څخه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین تل هڅه کوي چې د خصوصي او دولتي بنسټونو سره د هوکړه لیکونو په لاسلیک کولو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده کونکو ته غوره ښوونیز فرصتونه برابر کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

BACK TO NEWS