د «حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ لپاره د تجهیزاتو چمتو کول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۰:۲۳
TVETA

د کاپیسا ولایت اړوند د «حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ، په دې ښوونیز مرکز کې د شنې ساحې د ساتنې په موخه یوشمیر تجهیزات ترلاسه کړل.

د یادونې وړ ده چې دا تجهیزات د کاپیسا ښاروالۍ ریاست لخوا د شنه چاپیریال د ساتنې په پار ياد ښوونیز مرکز ته ورکړل شوي دي.

دغه راز د «حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ مسؤلینو هم د دې همکارۍ څخه قدرداني څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې دا مرستې د ښوونیز چاپيریال په سمسورتیا او د شنې ساحې په جوړولو کې خورا مهم رول لري.

په ورته وخت کې د کاپیسا د ښاروالۍ چارواکي هم د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو سره د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۵۰
Background image

د ننګرهار والي مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو لیدنه وکړه

د ننګرهار ولایت د مقام مرستیال مولوي غلام رحمن حیدري د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دې لیدنې پر مهال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د زده‌کړو بهیر له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

BACK TO NEWS