په روزنیز ورکشاپ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارمندانو ګډون

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۲
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د ددې ادارې ۸ تنه د مرکزي هستې کارکوونکي د هغوی د ظرفیت او پوهې کچې لوړولو په موخه د ملکي خدماتو انسټیټوټ، ۶ ورځني ورکشاپ ته معرفي کړل.

نوموړي به په دې پروګرام کې د ملکي خدماتو انسټييوټ د ترینرانو لخوا د نامه نګاري او د اداري سلسله مراتبو په شمول د اداري مراسلاتو «اداري لیکونو» په اړه روزنه ترلاسه کړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست مسؤلین وايي چې د دې پروګرام د ترسره کولو موخه د کارمندانو ظرفیت لوړول او په غوره توګه د اداري چارو ترسره کیدل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست تل هڅه کوي چې ددې ادارېد  کارمندانو د مهارتونو د پراختیا لپاره په راتلونکي کې په دوامداره توګه ورته پروګرامونه ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۶:۱۲
Background image

د تخنیکي زده کړو لویدیځ زون رئیس له یو شمیر خصوصي بنسټونو سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د لویدیځ زون رئیس د دوه جلا غونډو په ترڅ کې د جامې پوهنتون له رئیس او د لویدیځ زون د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له رئیس وکتل. په دې غونډو کې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۲:۳۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یوه ښووونیز مرکز کې د عملي زده کړو لړۍ!

د تخار ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ډيتابیس څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده کړو په چوکاټ کې د روتر او شبکې په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. د لارښود. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۸:۵۶
Background image

د پروان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو لپاره ښوونیز سیمینار ترسره شو

په پروان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسولین وایي چې د یاد ولایت د مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو لپاره یې د "آنلاین سوداګرۍ" تر عنوان لاندې یو ورځنی ښوونیز. . .

BACK TO NEWS