د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټيټوټ د فوټبال سیالیو تورنمنټ پای ته ورسېد

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۲۶
TVETA

د فوټبال سيالیو تورنمنټ چې څه موده وړاندې د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټيټوټ له لوري د یاد ښوونیز مرکز استاد شاګردي څانګې د زده کوونکو ترمنځ په لاره اچول شوې و، پای ته ورسېد.

د غونډې ویناوالو د ورزش په برخه کې د ځوانانو هڅې وستایلې او له هغوی یې وغوښتل چې خپلو زده کړو ته د رسیدګۍ په برخه کې هم ژمن پاتې شي.

د مراسمو په پای کې د ټورنمنټ غوره محصلینو او لوبغاړو ته د بلخ د نفتو او ګازو انسټيټوټ د ورزشي کمیټې له خوا جایزې او ډالۍ ورکړل شوې.

دا په داسې حال کې ده، د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو مسوولين تل هڅه کوي، چې د زده کوونکو لپاره د مناسب چاپيريال په رامنځته کولو سره د ځوانانو د پرمختګ زمينه مساعده کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۷
Background image

د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او ناروې کمیټې ترمنځ دوه اړخیزه غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې د ناروې کمیټې له ولایتي مسؤلینو سره دوه اړخیزه ناسته تر سره کړه. یاده غونډه د ګډو همکاریو د پراختیا او د معلولیت لرونکو وګړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۱:۳۴
Background image

د خوست ولایت اړوند ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې د تعمیر بیارغونه

د خوست ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې د ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې ځینې برخې بیارغولي دي . د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلین وايي چې نوموړو د یاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د کوهبند کرنې مسلکي انسټيټوټ استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو

د کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ اړوند کرنې مسلکي انسټيټوټ د رسمي او حق الزحمه استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو. په دې پروګرام کې ۱۱ تنه رسمي او حق الزحمه استادانو ګډون. . .

BACK TO NEWS