تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ستراتیژۍ مسودې دريمه مشورتي غونډه جوړه شوه

haroon
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۲ - ۱۳:۱۰
stg

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ستراتيژۍ مسودې دریمه مشورتي غونډه نن چهارشنبه د پلان او ارزونې ریاست سرپرست ښاغلي جلال الدین عطایي په مشرۍ، چې د مقام دفتر ريیس ښاغلي محمد فهیم شریفي او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې ولایتي آمرینو هم پکې ګډون درلود، ددې ادارې په کنفراس خونه کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ستراتيژۍ په اړه د مشورې اغیزمنتوب، له ولایتي ادارو څخه نظر غوښتنه او د ولایتي آمرینو څخه د نظریاتو او وړانديزونو په راټولولو بحث، او خپل نظریات تبادله کړل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ستراتيژۍ مسودې مشورتي غونډه پداسې حال کې جوړېږي، چې څه موده مخکې هم ولايتي آمرین او له مرکز څخه د انسټيټوټونو او ښوونځيو ښوونکي او مدیران د مشورې ورکولو په موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مقر ته رابلل شوي و، چې پدې اړه ورته د پلان او ارزونې ریاست لخوا د یوې ورځې لپاره پریزنتیشن ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS