د لغمان مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۲:۳

د لغمان ولایت مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ساختماني او صنعت څانګې محصلینو د یاد ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ته د یوه علمي سفر په ترڅ کې  د "نقشه کشۍ" په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې، محصلینو ته د "د اټوکډ په مرسته د نقشو رسمول" په اړه په مفصله توګه توضیحات ورکړل.

دغه راز په دوام کې په یاده برخه کې د محصلینو پوښتنو او سوالونو ته هراړخیز ځوابونه هم ورکړل شول.

د عملي روزنو زده کړه له محصلینو سره مرسته کوي ترڅو نوموړي له فراغت وروسته د کار په بازار کې جذب شي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ نوره هم پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

BACK TO NEWS