د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د کندهار ولایت د مرکز اړوند د (حفظ میوه) لېسې وضعیت وڅیړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۹:۵۶
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ د یادې ادارې پلاوي کندهار ولايت ته د خپل سفر په دوام د دغه ولایت د مرکز اړوند میوې ساتنې (حفظ ميوه) لېسې څخه ليدنه وکړه.

په دې کتنه کې یاد شوي پلاوي کې د دغه مرکز ټول تعلیمي اسناد او کاري چارې وڅېړلې او د یاد مرکز ستونزې او ننګونې یې له نږدې وکتلې.

دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ارشاد او دعوت رييس مفتي نجم الدين حقاني د یادې ليسې له زده کوونکو او کارکوونکو سره په کتنه کې له هغوى وغوښتل چې د الهي احکامو سره سم ځانونه آراسته کړي او په خپلو کارونو کې له صداقت څخه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه پلاوي تر دې وړاندې د دایکندي، فراه، غور، نیمروز او هلمند ولایتونو په ګډون د بېلابېلو ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له وضعیت څخه څارنه کړې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو څانګو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د پروګرام په پیل کې د تېرې ناستې پرېکړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو لوېدیځ زون ریاست له خصوصي سکتور او بنسټونو سره مشورتي ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لوېدیځ زون ریاست د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصاب ښه‌والي او اصلاح په موخه له خصوصي سکتور او بېلابېلو بنسټونو سره مشورتي ناسته ترسره کړه. د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

BACK TO NEWS