د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د افغانستان د پوهنې ملي ایتلاف موسسې سره ناسته وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۹:۳۹
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې یوه پلاوي د افغانستان د پوهنې ملي ایتلاف له مسوولینو سره وکتل.

د غونډې په پيل کې د افغانستان د پوهنې ملي ايتلاف پر پروګرامونو او موخو خبرې وشوې او د يادې موسسې مسوولينو يې په اړه معلومات ورکړل.

د غونډې په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د تعلیمي او تحصیلي چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي مبشر اغا خبرې وکړې او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې موخې یې په تفصیل سره بیان کړې.

دواړو لورو د همکاریو پر څرنګوالي خبرې وکړې او پرېکړه وشوه، چې د دواړه بنسټونه به د تفاهم لیک پر بنسټ خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو ته د «ای سي اېم» عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د موټرو د ای سي اېم (ACM) سیستم په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه د اړوندې څانګې استاد تر څارنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل. د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

BACK TO NEWS