د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورد ناسته ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۵:۴
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورد ناسته د یادې ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ ترسره شوه.

ددې ناستې په پیل کې د اکاډمیک بورد د تېرې غونډې د پرېکوړو په اړه خبرې شوې او اړوندو څانګو د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل.

د غونډې په دوام کې د آجندا سره سم د مجاهدینو د زده کړو د دوام په اړه هم بحث وشو او ګډون کوونکو په دې برخه کې خپل نظریات شریک کړل.

د اکادمیک بورډ په غونډه کې پر یو شمېر اړوندو نورو تخنیکي او مسلکي مسایلو هم خبرې وشوې او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

BACK TO NEWS