د لغمان په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د برقي وسایلو په اړه عملی زده کړې
د لغمان ولایت مرکز د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د برق محصلینو ته په درسي جلسه کې د برښنایي وسایلو د سیم پيچۍ د څرنګوالي په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.
له بلې خوا لارښود استاد دوی ته د سیم پیچۍ د ډولونو په اړه په تفصیل سره توضیحات ورکړل او په دې برخه کې یې د محصلینو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.