د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د ۱۴۰۳ ه ش کال د پیل مراسم ترسره شول!

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۴:۲۴
tveta

د ۱۴۰۳ هجري لمریز نوي تعلیمي کال پیل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د حکومت د کابینې یو شمیر وزیرانو او غړو په کې ګډون کړی وو په منظم شکل تر سره شول.

ياد مراسم د قرانکريم په تلاوت سره پيل شول چې د مراسمو لومړی وينا د آزموینو ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي شیخ عبدالباقي حقاني وکړه. نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې لاسته راوړنې وستايلې. او ويې ويل: تخنیکي او مسلکي زده کړې په اقتصادي ځان بسیاینه کې خورا مهم رول لري او دا زده کړې باید په هېواد کې نورې هم پیاوړې شي.

ښاغلي حقاني وويل: ځوانان بايد د تخنيکي او مسلکي زده کړو په ترلاسه کولو سره هېواد له نورو سره سيال کړي.

د مراسمو په دوام  د مهاجرینو چارو وزیر ښاغلي الحاج خلیل الرحمن حقاني وینا وکړه او ویې ویل: د ځوانانو د روزلو په برخه کې باید زیاته پانګونه وشي. د مهاجرینو چارو وزیر زياته کړه؛ له اوسني وضعیت څخه وتل يوازې په تخنيکي، مسلکي او حرفوي زده کړو سره کيدای شي، موږ بايد کوښښ وکړو چې ديني او عصري زده کړې په دقت سره وکړو. نوموړي همدا راز وويل: ښوونځي او مدرسې د ټولنې د پرمختګ لپاره دوه مهم ځواکونه دي بايد سالمه ګټه ترې واخيستل شي.

د پروګرام په دوام سره د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معين مفتي محمدطاهر احمد پخپله ينا کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو پر اهميت ټينګار وکړ او د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې د لاسته راوړنو ستاينه يې وکړه.

له بلې خوا د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم په دغه مراسمو کې په خپلو خبرو کې وویل: په هېواد کې بايد په تعلیمي او تحصیلي سکټور کې په کاربردي علومو کې زیاته پانګونه وشي.

ښاغلي اعظم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه د هلو ځلو ستاينه وکړه او وويل: تخنیکي او مسلکي زده کړې باید نورې هم پیاوړې شي، ترڅو هېواد د بریا لوړو پوړیو ته ورسېږي.

د پروګرام په وروستۍ برخه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت وينا وکړه؛ نوموړي د نوي تعليمي کال پيل د «قلم د خوځښت» په نوم ياد کړ او ويې ويل: دغه ورځ ډېره ارزښتناکه او مبارکه ده.

ښاغلي شهامت په دغه مراسمو کې وويل: علم، احساس او ايمان د يوې ټولنې د پرمختګ زنځیرونه دي. ښاغلي شهامت د اسلامي هېوادونو اوسني وضعیت ته په اشارې وويل: د علم د پرمختګ په برخه کې بايد زيات کار وشي.

دغه راز ښاغلي شهامت د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تیر يو کال د ځينو لاسته راوړنو یادونه وکړ او ويې ويل په پام کې ده چې په هېواد کې د معياري زده کړو مرکزونه جوړ کړي ، له چین سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ګډ مرکزونه په پلان کې دي چې د جوړيدو سره به يې د هيواد بچيان د کار بازار د غوښتنو سره سم زده کړې وکړي.

په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د ۱۴۰۳ هجري لمریز نوی تعلیمي کال د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول په يوه درسي ټولګي کې عملا د تدريس په شروع سره پیل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

الحاج مولوي غلام حیدر شهامت بلخ ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د شمال زون د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو رئیس او د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۵۳
Background image

د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري په تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره کې د ښوونیزو اړتیاوو ارزونه ترسره شوه

د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري د کارکوونکو د ښوونیزو اړتیاوو د پېژندنې او د بشري سرچینو د ظرفیت لوړونې په موخه، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د ښوونیزو اړتیاوو د ارزونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، د یاد ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل کړ. د دې. . .

BACK TO NEWS