د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دفتر رئیس د ملکي هوایي چلند انستیتوت له رئیس سره خبرې وکړې
استاد مطیع الله هدایت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د دفتر ریاست رئیس له ډاکټر احمد وزیر صافي، د ملکي هوایي چلند انستیتوت له رئیس سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
دواړو لورو په دغه لیدنه کې د ملکي هوانوردۍ انستیتوت د ستونزو د حل کولو په هکله خبرې وکړې، په دغه ناسته کې ښاغلي صافي د زده کړې مرکز اړتیاو ته د رسیدګی غوښتونکی شو.
په همدې حال کې، استاد مطیع الله هدایت د هوانوردۍ انستیتوت د ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړ.