د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د کابل د نابینایانو انسټیټوټ له مسؤلینو سره خبرې اترې وکړې

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۳:۵۱
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د کابل ښار د نابینایانو  انسټیټوټ له آمر او یو شمېر استادانو سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړي.

په دغې کتنه کې د فراه انسټيټوټ مسؤلينو خپلې ستونزې او اړتياوې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست سره شريکې کړې .

په ورته وخت کې ښاغلي مولوي شهامت د کابل نابینایانو انسټیټوټ د ستونزو د هواري په هکله ډاډ ورکړ.

نوموړي همدا راز د کابل تخنيکي آمر ښاغلي رفيع الله حبيبي ته دنده وسپارله، چې د محصلينو د ترانسپورت په ګډون د نابينايانو د انسټيټوټ ستونزو ته پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لخوا د نهادونو او خصوصي سکتور ستاینه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه ناسته کې، د هېواد یو شمېر نهادونو او خصوصي سکتور مسؤلین د ځانګړو زده‌کړو د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ له امله، وستایل او تقدیر کړل. په دې غونډه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۶:۵۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې او خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ کنفرانس جوړ شو

د هېواد د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې له خصوصي سکتور سره د همغږۍ او همکاریو د پیاوړتیا په موخه، د دوو ورځو لپاره د همغږۍ تر عنوان لاندې کنفرانس جوړ کړ. د دغه کنفرانس موخه دا ده چې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۴:۱۷
Background image

په بغلان ولایت کې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه د سلګونو مجاهدینو فراغت

په بغلان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه د ۴۰۰ زیاتو مجاهدینو فراغت مراسم ترسره شول. په یادو مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې. . .

BACK TO NEWS