د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د کندهار تخنيکي مرکزونو له آمرینو سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۳:۵۱
tveta

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د يوه پلاوي په مشرۍ یاد ولايت ته سفر کړى او دا مهال په کندهار کې دى.

نوموړي پلاوي د کندهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د وضعیت د څېړلو په پای کې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له آمرینو سره ناسته ترسره کړه.

د دغې ناستې ګډونوالو د تخنیکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي کار د ښه والي او د اړتیاوو د حل کولو په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

په تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال په کندهار کې د تخنيکي مرکزونو له آمرینو سره په کتنه کې د دندو په ترسره کولو کې په ژمنتیا او اخلاص ټينګار وکړ او ويې ويل چې موږ ټول بايد د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړو.

بل خوا په کندهار کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو آمرینو خپل نظرونه او وړاندیزونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو له اداري پلاوي سره شریک کړل.

ښاغلي مولوي احساس د دوی د اړتیاوو او ستونزو د هواري ژمنه وکړه او د ځینو مسایلو په اړه یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې هم وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS