د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ډیپارټمنټونو د لایحې نهايي کولو په موخه غونډې ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۵:۹
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره ددغې ادارې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د لایحې نهايي کولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.

 دغه لایحه دپوهنې د تعلیمي او تحصیلي څارنې او ارزونې ریاست له خوا چمتو او په يوې غونډې کې د نهايي کولو په موخه د ادارې مقام ته وړاندې شوه.

په دغې غونډه کې د لایحې موخو، مادو او اصطلاحاتو په ګډون د لایحې بېلابېلې برخې تشریح شوې.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د ډیپارټمنټونو لایحې د نهايي کولو په ناسته کېد دغې لایحې پر غني کولو ټينګار وکړ.

نورو ګډونوالو هم خپل نظرونه شریک کړل او پریکړه وشوه چې چې د تغییراتو وروسته دې د منظوری په موخه مقام ته وړاندې کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS