مولوي غلام سعید احساس د میدان وردګو له والي سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۱۶:۰
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس د میدان وردګو له والي ښاغلي  قاري بختيار معاذ په ګډون د سيمه ييزو مسئولينو سره وکتل او خبرې اترې يې ورسره وکړې.

د دغه خبرو اترو تمرکز د هېواد په اقتصادي وده کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر اهمیت او د میدان وردګو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د اړتیاوو د حل پر څرنګوالي دی.

په ورته وخت کې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د دغې ادارې له لورې مجاهدينو ته د چمتو شوې روزنيزې طرحې يادونه وکړه او ويې ويل، چې په پلي کېدو سره به يې د مجاهدينو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

له بلې خوا د وردګ وردګو والي د دغې ادارې د وروستیو لاسته راوړنو ستاینه او قدرداني وکړه او له دغې ادارې سره یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS