د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تبلیغاتو او نشراتو کمیټې غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۱۳:۵۷
Committe

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د نندارتون د تبلیغاتو او نشراتو کميټې غونډه د دغې کميټې د رئيس استاد مطيع الله هدايت او یادې کمیټې غړو په حضور کې ترسره شوه.

په دغې ناسته کې د یاد نندارتون په اړه د عامه پوهاوي په موخه د تبلیغاتو پر څرنګوالي خبرې وشوې.

ګډونوالو د نندارتون د تبلیغاتو او نشراتو په اړه خپل نظرونه شریک کړل او په دې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په پام کې ده چې تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د افغانستان د غوره نوښتونو او خلاقیتونو ملي نندارتون ترسره کړي او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه به نوښتګر او اختراع کوونکي حضور په کې ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS