د سیرت النبي ﷺ د آزموینې مخکښانو ته د جایزې ورکولو مراسم ترسره شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۱۵:۵۵
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اوبو او انرژۍ په انسټیټوټ کې د سیرت النبي ﷺ برنامې د پایلو د اعلان او ګټونکو ته د جایزو د ورکولو مراسم ترسره شول.

 په دغې برنامه کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی ﷺ د سیرت په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي احساس د دغې برنامې له ګډونوالو وغوښتل چې خپل چلند د حضرت محمد ﷺ له سنتو سره سم اعیار  کړي.

 د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال دغه راز وويل، چې د رسول الله ﷺ اطاعت او پيروي په دنيا او آخرت کې د کاميابۍ لامل کېږي.

د دغې برنامې په دوام کې د اوبو او انرژۍ انسټیټوټ رفیع الله حبیبي د دغه سیالیو د پایلو په اعلان کې د روڼتیاپه اړه ډاډ ورکړ.

دغه مراسم  مخکښانو ته د ډالیو او تقدیر پاڼو په ورکولو او د افغانستان خلکو لپاره د خیر دعا په کولو سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS