د میدان وردګو ولایت تخنیکي او مسلکي آمریت یو نندارتون ترسره کړ

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۰:۵۸
نمایشګاه

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي آمریت په نوښت یو تخنیکي او مسلکي نندارتون ترسره شو.

په دغه مراسمو کې د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو محصلینو او استادانو خپل تولیدات او نوښتونه نندارې ته وړاندې کړل.

دغه برنامه د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت او د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه.

د میدان وردګو ولایت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر حکمت الله حکمت وويل، چې د دغه نندارتون له جوړېدو څخه يې موخه د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د اهميت څرګندول دي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه ډول نندارتونونو په جوړولو سره نوښتګرو او متخصصو کسانو ته د کار زمينه برابرېږي.

د دغه مراسمو په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت خبرې وکړې. نوموړي د ميدان وردګو ولايت د جهاد سنګر په توګه ياد کړ.

ښاغلي شهامت زیاته کړه چې د میدان وردګو ولایت مجاهد ولس نړۍ ته وښودله چې افغانستان د اشغالګرو لپاره خوندي جغرافیه نه ده.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې اوس په هېواد کې د جوړولو وخت را رسیدلی دى. نوموړي له ځوانانو او خلکو وغوښتل چې د هېواد د پرمختګ لپاره لا ډېر کار وکړي.

ښاغلي شهامت همدارنګه د تخنيکي او مسلکي زده کړو رول د خلکو او هېواد د اقتصاد په ځان بسيا کولو کې ډېر مهم وباله.

په پای کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د مجاهدينو لپاره د روزنیزې طرحې چمتو کول د دغې ادارې يوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل، چې د دغې طرحې په پلي کېدو سره به مجاهدینو لپاره د حسابدارۍ، کمپيوټر، مديريت او انګليسي برخو کې د زده کړو  زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۶:۲۹
Background image

د مولوي غلام حیدر شهامت او سهیل شاهین ترمنځ لیدنه او خبرې اترې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د قطر په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر له رئیس ښاغلي سهیل شاهین سره، په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۴:۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او ښار جوړولو وزارت ترمنځ دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د کور او ښار جوړونې وزیر شیخ حمدالله نعماني ترمینځ دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه. په دې غونډه کې، دواړو خواوو د تخنیکي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت کارمندانو لپاره روزنیز سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي څارنې مسؤلینو د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کارمندانو او استادانو ته د نظارت نوی تدوین شوی رهنمود د یوه روزنیز ورکشاپ په ترڅ کې. . .

BACK TO NEWS