د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۷:۲۶
مشرتابه پلاوي غونډه

 

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ او د دغې ادارې د مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل په حضور کې ترسره شوه.

د دغې غونډې په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د مشرتابه د غونډو د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وکړې او ویې ویل، چې په راتلونکي کې باید د مشرتابه غونډې د پایلو پر بنسټ ترسره شي.

مولوي شهامت څرګنده کړه چې د دغې ادارې د مشرتابه په غونډو کې د رياستونو ټولې ورسپارل شوې دندې بايد ترسره او راپور وړاندې کړي.

دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغې ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږي ریاست ته لارښوونه وکړه چې د دغې ادارې د ستراتيژيک پلان د تطبيق لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.

ښاغلي شهامت د کارکوونکو د اقتضایې ارزونې د ترسره کیدو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې له دغې ارزونې څخه یې موخه د هغه تغییراتو او تبدیلیو مخنیوی دی چې په اداره کې بې پایلې دي.

هغه دا هم وویل چې د اقتضایې ارزونې په پیلولو سره به د فساد او ګډوډیو د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.

په دغې ناسته کې د "نمونوي" انسټیټوټ د ایجادولو په اړه هم خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې تر راتلونکو دوو اونیو پورې به د دغه انسټیټوټ د جوړېدو ټول چمتووالی نهايي شي.

د دغې غونډې په دوام کې د دغې ادارې د تیلو د مصرف او ترانسپورت په اړه خبرې وشوې او برخه والو په دې برخه کې يې خپل نظرونه شريک کړل.

د نورو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول او غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۲:۲۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لوی رئیس د لغمان ولایت له ښوونیزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت او ورسره مل پلاوي یې د خپل سفر په دوام کې، لغمان ولایت ته سفر وکړ. الحاج مولوي شهامت لغمان ته د خپل سفر په ترڅ کې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۲۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د نورستان صنایعو انسټيټوټ د رغونې چارې پیل شوې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لوی رئیس ښاغلی الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د یادې ادارې څخه د یو پلاوي په مشرۍ نورستان ولایت ته سفر وکړ. نوموړي ددې سفر په ترڅ کې، د سیمه ایزو مسؤلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۲۳
Background image

د میدان وردګو ولایت د سیدآباد کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو د سید آباد سب اسټیشن څخه لیدنه وکړه

د میدان وردګو ولایت د سیدآباد کثیرالرشتوي انسټیټوټ د برق څانګې محصلینو د یاد ولایت سید آباد ولسوالۍ د برق سب اسټیشن ته د یو علمی سفر په ترڅ کې د لوړ ولتاژ په اړه روزنه ترلاسه کړه.. . .

BACK TO NEWS