د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو ته د پلان او راپور ورکولو په اړه د ښوونیز ورکشاپ ترسره شو
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکي همغږۍ ریاست لخوا د دغې ادارې یو شمیر کارکوونکو د پلان او راپور ورکولو په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو.
د پلان او ستراتیژیکي همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل د دغه ورکشاپ د جوړیدو موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو ظرفیت لوړول وبلل.
چې په دغه ورکشاپ کې یو شمیر آمرینو، عمومي مدیرانو او اجرائیه مدیرانو برخه اخیستې وه.
د راپور ورکولو مدیر نادر مروت د پلان او راپور فارمټ په اړه پرزنټیشن وړاندې کړ.