د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سمینار ترسره شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۶ - ۹:۳۲
ارتقای ظرفیت

د استقلال د لوړو زده کړو مؤسسې په همکارۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سمینار ترسره شو.

د دغه ښوونیز پروګرام موضوع پلان جوړونه او برنامه وه چې د استقلال د لوړو زده کړو مؤسسې استاد محمد محسن هابیل له خوا تدریس شو.

په دغه سمینار کې د پلان جوړونې ټول پړاوونه او ستراتیژیک پلان تشریح شو.

د دغه برنامې د ترسره کولو موخه په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د کارکوونکو ظرفیت لوړول وو.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له دې وړاندې هم د ابو ريحان د لوړو زده کړو مؤسسې په ګډون د خصوصي تحصيلي مؤسسو په همکارۍ ښوونیز پروګرامونه جوړ کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS