د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې آمرینو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز ورکشاپ ترسره شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۷:۲۳
د ظرفیت لوړونې روزنیز ورکشاپ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکې برخې یو شمېر آمرینو ته یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.

د دغه پروګرام موضوع "ګټور یا تولیدي" مدیریت وو چې د ادارې د مقام تخنیکي سلاکار احمد نبي نایل لخوا تدریس شو.

تر دې وړاندې هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بشري سرچینو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت د لوړولو آمریت د  دغې ادارې کارکوونکو لپاره څو روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي.

د دغه برنامې د ترسره کولو موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو ظرفیت لوړول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو ته د «ای سي اېم» عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د موټرو د ای سي اېم (ACM) سیستم په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه د اړوندې څانګې استاد تر څارنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل. د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

BACK TO NEWS