د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۹ - ۱۳:۴۵
جلسه اصلاحی

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه د دغې ادارې د کارکوونکو په حضور او د دغې ادارې د خدماتو او املاکو د رئیس مفتي سید محسن سادات په وینا ترسره شوه.

نوموړي په خپلو خبرو کې د وخت پر ارزښت او مدیریت خبرې وکړې.

ښاغلي سادات وویل چې الله جل جلاله په بېلابېلو آیتونو کې الله تعالی پر وخت قسم یاد کړی ترڅو خپل بندګان د وخت په اهمیت پوه کړي.

هغه زياته کړه چې په تاريخ کې د ټولو برياليو کسانو د برياليتوب راز د وخت څخه سمه استفاده وه.

د خدماتو او املاکو رئیس د وخت پر ضایع کولو او د هغه مدیریت کولو څرنګوالي په هکله خبرې وکړی.

هغه د موخې درلودل، په دقیقه بڼه پلان جوړونه، ورځنی مهال ویش، کارونه نیمګړې نه پریښودل، له فارغ وخت څخه ښه استفاده او د غیر ضروري شیانو له منځه وړل د وخت د سم مدیریت له عواملو څخه وبلل.

دغه غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۴
Background image

د ودانیزو کارونو پر مهال د زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو جومات ودانولو څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. یادو زده‌کوونکو د اړوندې څانګې استاد په لارښوونه د جومات ودانۍ بېلابېلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۳۷
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت لخوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د پکتیا ولایت تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د تدریسي مدیرانو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د معتمدینو ظرفیت لوړولو په موخه یو ورځنی سیمینار ترسره کړ. د پکتیا د تخنیکي او مسلکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۲۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اقتصاد ریاست ترمنځ مشورتي ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر مفتي ذبیح الله حقاني د لغمان ولایت د اقتصاد رئیس مولوي عطاء الرحمن فاتح سره وکتل. مفتي ذبیح الله حقاني په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پر. . .

BACK TO NEWS