د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د یونسکو له استازو سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۴ - ۱۴:۷
د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي تعلیمي سازمان (یونسکو) له پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لورو د استادانو د ظرفيتونو د لوړولو، د ځانګړو زده کړو مرکزونو تجهیزولو او د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې د کتابونو د چاپ په برخو کې د همکاريو په هکله خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال هم د کتابونو  چاپولو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استادانو ظرفیتونو لوړولو په برخه کې د یونسکو همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دغه کتنه کې د یونسکو مسوولینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د غوښتنو د حل په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

BACK TO NEWS