د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۵:۵۵
جلسه رهبری

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ د دغه ادارې د مرستیالانو، رئیسانو او آمرینو په حضور کې ترسره شوه.

د دغه غونډې په پيل کې د تقنيني سندونو د بیاکتنې او د ادارې نقلیه وسایطو مديريت په ګډون د مشرتابه پلاوي د تېرو غونډو پرېکړو او د هغو د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه راپور وړاندې شو.

دغه راز د اجنډا له مخې د حق الزحمه استادانو د کړنلارې او د کابل ښار د ښوونځیو او انسټیټونو مدیریت د بدلون په اړه هم خبرې وشوې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل، چې د استادانو حق الزحمه موضوع نهایې شوې ده او د نورو کړنو لپاره يې اړوندو څانګو ته استولې ده.

په دغه کتنه کې په کابل ښار کې د ښوونځیو او انسټیټونو د مدیریت په اړه وړاندیز د دغه ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت ته د سپارلو او یا هم د یوې خپلواک آمریت د جوړولو په اړه بحث وشو.

د غونډې برخه والو په دې اړه خپل نظرونه شریک کړل او په پای کې پریکړه وشوه چې د یوې طرحې له مخې دې نوی ښارې آمریت ایجاد شي.

 ښاغلي شهامت لارښوونه وکړه چې اړونده ریاستونه دې په دغه طرحه کار وکړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په پای کې د اداري چارو پر وخت پر مخ وړلو ټينګار وکړ او غونډه د خیر په دعا ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS