تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د یو تن ملي سوداګر سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۱ - ۱۳:۴
معاون امور تخنیکی و مسلکی اداره

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکی او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د هېواد له یوه ملي سوداګر عبدالحمید هلمندي سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

 په دغه کتنه کې چې د پلان او ستراتیژیکو همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل هم حضور درلود، ښاغلي هلمندي د خپلو فعالیتونو او برنامو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي په هېواد کې د کرنې برخې ته په پاملرنې د ټينګار ترڅنګ وويل، چې له هر ډول اقليمي شرايطو سره برابر د پستې زرګونه نيالګي يې وارد کړي او هڅه کوي، چې ترویج یې کړي.

 ښاغلي هلمندي زیاته کړه چې په هېواد کې یې د غنمو د تخم د ترویج په برخه کې هم کار کړی او د چرګانو په فارم کې یې دوه میلیونه ډالره پانګونه کړې ده.

هغه ټینګار وکړ، چې د کرنې په برخه کې پانګونه او بزګرانو ته په پاملرنې سره به په هېواد کې بې وزلي له منځه ولاړه شي.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د ښاغلي هلمندي د پلانونو هرکلى وکړ او ويې ويل، چې دغه اداره له ملي سوداګرو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.

ښاغلي احساس وویل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د کرنې په برخه کې ۱۲۳ مسلکي لېسې او انسټیټونه لري او سوداګر کولای شي په دغو مرکزونو کې پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS