د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریتونو د فعالیتونو په اړه لنډ راپور

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۱۲:۴
خبرهای

• کندهار

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد رئیس مفتي نجم الدین حقاني د کندهار ولایت د پوهنې له رئیس سره وکتل.

چې د دواړو لورو د خبرو تمرکز د تعلیمي بسټونو ترمنځ همغږي او همکاري وه.

د کندهار د پوهني رئيس د تخنيکي او مسلکي زده کړو له آمریت سره د زده کوونکو او زده کړیالانو د جذب په برخه کي د همکارۍ ډاډ ورکړ.

• پکتیا

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت د ملي راډیو او ټلویزیون له آمریت سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه لیک له مخې به د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت اعلانات د ملي راډیو او تلویزیون له لارې خپریږي.

مولوي غلام رسول سعید د پکتیا ولایت د راډیو او ټلویزیون آمریت له همکارۍ مننه وکړه او د عامه پوهاوی وړاندې کولو په برخه کې یې د دغه رسنۍ همکاري ګټوره وبلله.

• تخار

د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت پلاوي د یاد ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د کثیرالرشتوي لېسې څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې په ترڅ کې د کثیرالرشتوي خواجه غار عالي لېسې کارکوونکو کارکرد او ژمني فعالیتونه وڅېړل.

دغه راز د خواجه غار کثیرالرشتوي عالي لېسې مسوولینو ته د یادې لېسې د ښه والي او پرمختګ په برخه کې د امکان تر حده د زیاتو زده کوونکو او زده کړیالانو د جذب په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.

• غزني

د غزني ولایت د واعظ ولسوالۍ د تخنیکي لېسې وضعیت وڅېړل شو.

د غزني د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د څارنې پلاوي له یادې لېسې څخه لیدنه وکړه.

نوموړي پلاوي د واغظ میخانیکي عالي لېسې د وضعیت د ارزونې پرمهال د دغه لېسې د اداري او تدریسي چارو د ښه والي په موخه د حل لارې چارې هم وړاندې کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS