ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره وکتل
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست نورالدين عزيز سره وکتل.
په دې کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ترمنځ د همکاريو د پراختيا پر څرنګوالي خبرې وشوې.
د ناستې په پیل کې محترم مولوي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.
دغه راز په دې غونډه کې دواړو لورو د خصوصي سکتور له اړتیاوو سره سم د تعلیمي څانګو پر جوړولو ټینګار وکړ او پرېکړه وشوه چې د کار بازار د اړتیاوو پر بنسټ دې د هېواد په ټولو زونونو کې ښوونیزې رشتې جوړې شي.
په همدې حال کې په خصوصي سکتور او صنعتي پارکونو کې د محصلینو لپاره د عملي کارونو د زمینې برابرول او د خصوصي سکتور لخوا د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د فارغانو د جذبولو په اړه هم خبرې وشوې.
د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې له دواړو خواوو څخه دې یوه ګډه کمېټه جوړه او د تفاهم لیک پر اساس د فعالیتونه ترسره شي.