په پکتیا ولایت کې ۵۰۰ مجاهدین د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه فارغ شول

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۹:۴۹

په پکتیا ولایت کې د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې مسؤلین وایي چې د یاد ولایت د څه باندې ۵۰۰ تنه مجاهدینو د فراغت په پار یې فراغت غونډه ترسره کړې ده.

د مسؤلینو په وینا، دغه مجاهدین د ادارې او مدیریت څانګې په برخه کې د لیسې او انسټیټوټ روزنیزو دورو له بشپړولو وروسته د فراغت اسناد ترلاسه کړي دي.

په همدې مناسبت جوړ شوي مراسمو کې د پکتیا ولایت مرستیال والي او د یاد ولایت یو شمیر سیمه ییزو چارواکو هم ګډون درلود.

په ورته وخت کې، په دې مراسمو کې ویناوالو مجاهدینو ته د تحصلیي فرصتونو په برابرولو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ هڅې وستایلې.

نوموړو دغه‌راز له فارغانو څخه هم وغوښتل چې په قوي ارادې او پوره اخلاص سره د خلکو د خدمت په برخه کې له خپلو زده کړو څخه کارواخلي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله زرګونه کسانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د اداره او مدیریت روزنیز پروګرام څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

BACK TO NEWS