په بغلان کې د حرفوي کورسونو د زده کړو وضعیت وڅېړل شو
ښاغلي انجینر امان الله ملاخېل، د بغلان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر او ورسره مل پلاوي د خیاطۍ، موبایل او موټرسایکل د ترمیم څانګو له حرفوي پروګرامونو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي په دغه لیدنه کې وویل چې مسئولین او زده کړیالان باید له شته فرصتونو څخه په بشپړه توګه ګټه واخلي.
همدا اوس لسګونه شاګردان په بغلان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې په حرفوي زده کړو بوخت دي.