مولوي غلام حیدر شهامت: ځوانان د اسلامي امارت سرمایه ده

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۶ - ۱۴:۴۸
تورنمنت فوتبال

د کابل د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټوټ د فوټبال د اتلولۍ پای مراسم د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې مشرتابه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین په حضور کې ترسره شول.

دغه ټورنمنټ د ښکلو هنرونو او صنايعو انسټيټوټ د سلمې کليزې په مناسبت د ١٢ ټيمونو په ګډون ترسره شوې چې د یاد انسټیټوټ ټيم د اتلولۍ جام وګاټه.

د دغه ټورنمنټ د پای په مراسمو کې لومړی د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس وينا وکړه او ويې ويل، چې ورزشکاران په ملي او نړيوالو ډګرونو کې د افغانستان استازي دي.

ښاغلي احساس له ورزشکارانو وغوښتل چې د ورزش له لارې د ټولنې د پرمختګ لپاره کار وکړي.

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ټينګار وکړ، چې ورزشکاران بايد په ورزش کې اسلامي ارزښتونه په پام کې ونيسي او د نورو ځوانانو لپاره یو نمونه وي.

په دغه مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين مولوي محمد يونس راشد هم خبرې وکړې او ويې ويل ورزشکاران د افغان ولس رښتيني استازي دي او نړۍ ته د امنيت او سولې تصوير وړاندې کوي .

ښاغلي راشد زیاته کړه چې د هېواد په ټولو برخو کې د ځوانانو لپاره اسانتیاوې او فرصتونه شته.

د مراسمو په دوام کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په خپلو خبرو کې وويل، ځوانان د اسلامي امت او د افغانستان د اسلامي امارت سرمايه ده.

ښاغلي شهامت زیاته کړه، د دین او اسلامي ارزښتونو پیروي د پرمختګ لامل کېږي او ځوانان باید دا فکر ونه کړي چې د غرب تقلید د پرمختګ په مانا دی.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل، «د غرب پياوړتيا په علم او فن کې ده».

د مراسمو په پای کې د ګټوونکي لوبډلې او غوره لوبډلو او همدارنګه غوره لوبغاړو ته جایزې ورکړل شوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو څانګو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د پروګرام په پیل کې د تېرې ناستې پرېکړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو لوېدیځ زون ریاست له خصوصي سکتور او بنسټونو سره مشورتي ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لوېدیځ زون ریاست د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصاب ښه‌والي او اصلاح په موخه له خصوصي سکتور او بېلابېلو بنسټونو سره مشورتي ناسته ترسره کړه. د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

BACK TO NEWS