مولوي غلام حیدر شهامت د پوهنې وزارت د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۱۲:۱۷
TVETA

د پوهنې وزارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې روزنیز ورکشاپ د پوهنې د وزیر مولوي حبیب آغا او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مولوي غلام حیدر شهامت په حضور کې پرانیستل شو.

 مولوي غلام حيدر شهامت چې په دغه برنامه کې يې خبرې کولې، په هېواد کې د عمومي زده کړو پر اهميت ټينګار وکړ او د پوهنې وزارت يې په هېواد کې د يوه ښوونیز نهاد بنسټ په توګه ياد کړ.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست هم د دغې ادارې له کارکوونکو وغوښتل، چې د ځوانانو د روزنې او په هېواد کې د پوهنې د ودې لپاره لا زيات کار وکړي.

 همدارنګه د پوهنې وزیر په خپلو خبرو کې وویل چې حکومت هڅه کوي چې د ښوونځيو او مدرسو ترمنځ واټن لرې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو ته د «ای سي اېم» عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د موټرو د ای سي اېم (ACM) سیستم په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه د اړوندې څانګې استاد تر څارنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل. د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

BACK TO NEWS