مفتي فضل الرحمن فضل د چپرهار کرنې انسټیټوټ د آزموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۱۵:۴۶
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت چپرهار ولسوالۍ د کرنې انسټیټوت د وروستۍ/ نهایې آزموینو څخه لیدنه وکړه.

په دغې کتنه کې نوموړي د دغه ښوونیز مرکز له محصلینو، استادانو او کارکوونکو سره خبرې وکړې.

د چپرهار کرنې انسټيټوټ مسؤلينو خپلې ستونزې د مالي او اداري چارو له مرستيال سره شريکې کړې. د لابراتوار او دفتري تجهیزاتو کمښت د دغه انسټیټوټ یوه له لویو ستونزو څخه یاد شوې دي.

په ورته وخت کې ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل د چپرهار کرنې انسټیټوټ د ستونزو د هواري ژمنه وکړه او د یو شمېر مسایلو په اړه یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې هم وکړې.

له بل پلوه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال د چپرهار کرنې انسټیټوټ پخوانۍ ودانۍ څخه هم لیدنه وکړه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل د يوه پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولايت ته د تخنيکي مرکزونو ستونزو د حل په موخه سفر کړی دی.

نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د لیدنې ترڅنګ د ننګرهار مرستیال والي په ګډون له سیمه ییزو چارواکو سره هم وکتل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS