محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.

د ودانیزو ټکنالوژۍ استاد په دې درسي جلسه کې محصلینو ته د استوګنیزې ودانۍ د نقشې تطبیق او عملي کولو څرنګوالی په مفصل ډول تشریح کړ او د دوی پوښتنو ته یې هر اړخیز ځوابونه وړاندې کړل.

محصلین وایي چې عملي زده‌کړې د دوی لپاره ډېرې ګټورې دي او د دې ډول زده‌کړو د لا پیاوړتیا غوښتنه کوي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د زده‌کړو ډېره برخه عملي ده، له همدې امله د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره تل د عملي زده‌کړو پر لا پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS