مالي او اداري ادارې مرستیال د ننګرهار تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونه بررسي کړل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۹:۴۹
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل ننګرهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې په یاد ولايت کې يو شمېر تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت بررسي کړ.

نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د تخنیکي ورکشاپونو، اجناسو، ډیپوګانو او اداري اسنادو څخه لیدنه وکړه او د ځینو مسایلو په اړه یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په ورته وخت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستيال هم د ننګرهار ولايت تخنيکي مرکزونو د ستونزو د هواري په هکله ډاډ ورکړ.

نوموړی دا مهال د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي مرکزونو  وضعیت د ارزونې په موخه د راغلي پلاوي مشري کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۵۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ولایتي مسؤلینو سیمینار پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو رئیسانو او ولایتي آمریتونو پنځه ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد. د دې پروګرام په پای غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې محترمو مرستیالانو ګډون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۴۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د عامه پوهاوي پیغامونو لګول دوام لري

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اسلامي ارزښتونو ترویج او ساتنې په موخه د امیرالمؤمنین عاليقدر شیخ حفظه‌الله یو شمېر پیغامونه او ویناوې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نصب کړې. دغه پروګرام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۷
Background image

په ګرمو سیمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو ازموینې پیل شوې

نن ورځ د هېواد په ګرمو سیمو او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو ازموینې پیل شوې. د یادو مرکزونو مسؤلین د ازموینو د شفافیت په اړه ډاډ ورکوي. په همدې موخه د لغمان ولایت د. . .

BACK TO NEWS