له فیروز کوه انسټیټوټ څخه د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال لیدنه وکړه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۶ - ۹:۳۵
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په کابل کې د فيروز کوه خصوصي انسټیټوټ څخه ليدنه وکړه.

د دغه لیدنې په ترڅ کې ښاغلي احساس د صنعت او هنر په برخه کې د فیروزه کوه  انسټیټوټ زده کړیالانو د تولید او عملي کار بهیر وڅېړه.

هغه د فیروز کوه انسټیټوټ د مسؤلینو له هڅو او زیار څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې نور تخنیکي او مسلکي روزنیز مرکزونه باید د دغه انسټیټوټ په څېر خپل روزنیز پروګرامونه تنظیم کړي، «ترڅو وکولای شو د کار بازار د اړتیاوو سره سم ماهر او مسلکي کسان ټولنې ته وړاندې کړو».

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS