د کورنیو چارو وزارت د مقام دفتر رئیس د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې له جوړ شوي موټر څخه لیدنه وکړه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت سره مل مولوي زين الله عابد د تخنيکي او مسلکي زده کړو په اداره کې له جوړ شوي موټر څخه ليدنه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت د مقام دفتر رئیس مولوي زین الله عابد د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې هڅې او لاسته راوړنې وستایلې.
ښاغلي زين الله موټر جوړونکي وهڅول او نغدي جايزې يې هم ورکړې.